د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې،د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې هوا چون اينګ د اکتوبر په ۹مه نېټه په يوه نوبتي مطبوعاتي غونډه کې وويل چې د کوريا د ټاپووزمې مسئلې کلي د امنيت مسئله ده.بېلا بېلې خواوې بايد په خپل اصلي نيت سره د کوريا د ټاپووزمې مسئله حل کړي.
وياندې هوا وويل چې لاهم د کوريا د ټاپووزمې حالات پيچلي او سخت دي.هيله ده چې اړوندې خواوې په جدي توګه د م م د امنيت شورا اړوند موافقه ليک پلی کړي او خپل زغم وساتي څو د حالاتو د ارامتيا لپاره کوښښ وشي.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |