د جونګ چه جوجو په نوم د بریښنایي خوځوونکو موټرونو شرکت د روانې میاشتې په ۹ نیټه خبر ورکړ چې د روانې میاشتې په ۸ مه نیټه د پاکستان په لاهور ښار کې د چین له خوا جوړه شوې لومړۍ میترو د شروع کیدو په مناسبت درانده مراسم ترسره شول.
د روان کال د مې په میاشت کې د یو کمربند او یوې لارې په اړه د نړیوالې همکارۍ د سرمشریز فورم په موده کې د لاهور ښار د ریل ترانسپورټ د نارنجي کرښې لپاره لومړی موټر په یاد شرکت کې جوړ شوی و چې دغه پروژه د چین د ریل عمومي شرکت او شمالي صنعتي شرکت له خوا ترسره شوې او د چین او پاکستان د اقتصادي دهلیز یوه نمونه هم ده.
---زلمی
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |