د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين صدراعظم لي که چيانګ د اکتوبر په ۹مه نيټه د دولتي شورا د يوې غونډې مشري وکړه او په دې غونډه کې يې د حکومتي روغتونونو د اصلاحاتو او د عمومي طبي سيسټم د جوړېدو حالت په هکله راپور واورېد. لي که چيانګ غوښتنه وکړه چې د طبي اصلاحاتو د ژورتيا او د طبي سرچينو ويشلو د ښه والي په وسيله د خلکو روغتيا وساتل شي. برسيره پر دې، لي که چيانګ له اړوندې ادارې څخه وغوښتل چې په ټول هېواد کې د انټرنيټي شبکې له لارې د بنسټيزې طبي بيمې د تړلو او په بېلا بېلو سيمو کې د درملنې لګښت د مستقيم حسابولو کارونه بشپړ کړي او وګړيو ته لا زياتې ګټې ورسوي. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |