د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د ليبيا د لويې څارنوالۍ دفتر د اکتوبر په ۹مه نيټه د ۸۲۴ شکمنو ترهګرو د نيولو حکم وکړ. د دې دفتر په اړه د پلټنې ادارې مسئول وويل، ياد ترهګر په ترهګريزو بريدونو کې د ګډون شک لري او د ليبيا خونديتوب ته يې ګواښ رسولی، د توقيف امر بېلا بېلو سرحدي څارنې سټېشنونو ته رسېدلی دی. په عين وخت کې ليبيا د پوليسو له نړيوال سازمان څخه غوښتنه کړې چې په نورو هېوادونو کې د دغو ترهګرو د نيولو لپاره اړوندې مرستې برابرې کړي.
په ۲۰۱۱ کال کې د ليبيا جګړې تر پای ته رسېدو وروسته د دې هېواد وضيعت تل د ناارامتيا په حال کې دی. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |