CRI Online

امریکا د یو راکټ په وسیله لس سپوږمکۍ فضا ته استولي دي

cri     (GMT+08:00) 2017-10-10 09:38:57

امریکا د یو راکټ په وسیله لس سپوږمکۍ فضا ته استولي دي

د امریکا د فضا پېژندونکي تخنیکي شرکت د روانې میاشتې په ۹ مه نیټه د فلکن ۹ په نوم د راکټ په وسیله لس دانې سپوږمکۍ فضا ته استولي دي. دغه لس سپوږمکۍ د امریکا د ایریدیوم مخبارتي شرکت د ګردې کرې د سپوږمکیو پلان درېیم پړاو دي. بیا وروسته د یاد راکټ لومړی برخه په سمندر کې هم موندل او اخیستل شوې ده.

پر ځایي وخت د روانې میاشتې د ۹ مې نیټې د سهار په ۵ بجو ۳۷ دقیقو یاد راکټ د امریکا د کالیفورنیا ایالت د هوایي پوځ د وندنبورګ له اډې څخه استول شوی دی.

---زلمی

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای