د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د عراق حکومت د اکتوبر په ۹مه نيټه د کردانو د خپلواکې سيمې په وړاندې د يو لړ تدبيرونو د نيولو اعلان وکړ.
د عراق د لومړي وزير دفتر د يوې اعلاميې په خپرولو وويل، د عراق د ملي امنيت ګمېټې په همدې ورځ د کردانو د خپلواکې سيمې په وړاندې يو لړ نوي تدبيرونه خپاره کړل چې پکې يو مهم تدبير دا دی چې په دې سيمه کې د موبايل کمونيکيشن شرکتونو د ادارې حق بيرته مرکزي حکومت ته راوستل شي او د دغو شرکتونو مقرونه به پلازمينې بغداد ته وليږدول شي.
په دې اعلاميه کې له ايران او ترکيې څخه غوښتنه شوې چې له کردانو سره ټولې سوداګريزې اړيکې په تېره بيا د نفتو معاملې ختمې کړي. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |