د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د م م د غلودانو او کرهڼيزو چارو سازمان د اکتوبر په ۹مه نيټه د يو راپور په خپرولو سره وويل، په راتلونکو لسګونو کلونو کې که د پرمختيايي هېوادونو کليوالې سيمې د غلودانو له توليدي چارو سره همغږي او پرمختګ وکړي، نو د اقتصادي پرمختګ پټ توان به يې ستر وي او څو مليونه ځوان کارګر منلی شي.
د ۲۰۱۷ د غلودانو او کرهڼيزو چارو حالت په اړه راپور کې راغلي، کليوالې سيمې بايد د پوره اصلاحاتو له لارې خپل پټ توان ښکاره کړي او د زياتېدونکي نفوس لپاره به کافي خوراکونه او ځوانانو ته د روزګار فرصتونه برابر کړي. د غلودانو د توليد په اړه د ځانګړې تګلارې په ټاکلو او په کوچنيو او منځنيو ښارونو کې د اړوندو کرهڼيزو چارو له پرمختګ څخه په ملاتړ سره به په کليوالو سيمو کې د روزګار فرصتونه لا زيات شي او ډېر زيات کسان به په کليوالو سيمو کې د پرمختګ لارې پيدا کړي. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |