د ترکیې د پوځ د عمومي درستیز قوماندان د روانې میاشتې په ۹ مه نیټه اعلان وکړ چې ترکي پوځ په ۸ مه نیټه د ګزمې او څارنې لپاره د سوریې د یدلیب ولایت ته ننوتلی دی. دوی د یوې کتبي اعلامیې په خپرولو سره وویل چې اقداماتي پوځ به یې په سوریه کې د څارنې پوستې جوړې کړي تر څو په استانا کې ترلاسه شوې موافقې پلي کړي او په سوریه کې د شخړې د ټیټوالي سیمه جوړه کړي.
د سپتمبر میاشتې له ۱۴ نیټې نه تر ۱۵ نیټې پورې په استانا کې روسیه ترکیه او ایران دغې موافقې ته رسیدلي چې د بدلیب ولایت په ګډون په سوریه کې د شخړې د ټیټوالي ۴ سیمې جوړې شي. دغه دری هیوادونه به په دغو سیمو کې پوځي کتونکي هم ځای پر ځای کړي.
د سوریې د بهرنیو چارو وزارت د روانې میاشتې د ۱۶ نیټې په شپه د یوې اعلامیې په خپرولو سره وویل چې یاد موافقه لیک په سوریه کې د ترکیې پوځي موجودیت ته قانوني صلاحيت نه ور کوي.
---زلمی
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |