د آلمان صدراظمې انجیلا میرکیل په ۹ مه نیټه وویل چې هغه به له ۱۸ نیټې وروسته د کابینې جوړولو په خبرو اترو پیل وکړي چې د دغه هیواد د فدرالي پارلمان له انتخاباتو وروسته به د کابینې جوړولو په اړه د اړوندو ګوندونو لومړی مشوره وي. په همدې ورځ میرکیل په یوه خبري ناسته کې وویل چې دې ازاد او دېموکراتیک ګوند او شین ګوند ته بلنه ورکړې چې په ۱۸ نیټه به د کابینې جوړولو په اړه له ایتلافي ګوند سره جلا مذاکرات وکړي او په ۲۰ نیټه به ایتلافي ګوند له یادو دوو ګوندونو سره ګډه مشوره وکړي.
د سپتمبر میاشتې په ۲۴ نیټه د آلمان د فدرالي پارلمان انتخاباتو کې ایتلافي ګوند لومړی لوی ګوند شو خو له نیمې برخې څخه یې زیاتې رایې نه دي ترلاسه کړي نو باید له نورو ګوندونو سره یو ځای ګډه کابینه جوړه کړي.
---زلمی
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |