د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د اکتوبر په ۹مه نيټه د روسيې او چين ترمنځ د دوستۍ ټولنې د جوړېدو د شپېتمې کاليزې د نمانځنې غونډه د روسيې په مسکو کې ترسره شوه. د چين د دولت رئيس شي جين پينګ دغې ټولنې ته د مبارکۍ پيغام وليږه.
شي جين پينګ په دې پيغام کې ويلي چې له شپېتو کلونو راهيسې، د روسيې او چين ترمنځ د دوستۍ ټولنې تل له چين سره دوستانه رويه غوره کړې او په فعاله توګه يې ملکی تګ راتګ ترتيب کړی چې د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ د تفاهم او دوستۍ د پياوړتيا لپاره يې ګټور خدمتونه ترسره کړي دي.
د روسيې ولسمشر ولادمير پوټين هم يادې ټولنې ته د مبارکۍ پيغام وليږه. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |