د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د سوريې د دفاع وزارت د اکتوبر په ۹مه نيټه د يو راپور په خپرولو سره پر لوېديځو هېوادونو نيوکه وکړه چې د سوريې په داخل کې يې له افراطي ډلو څخه پوځي ملاتړ کړی.
په دې راپور کې راغلي، د سوريې بحران له پېښېدو راهيسې، د سوريې پوځ د دې هېواد په ډېرو سيمو کې ګڼ شمېر وسلې نيولې چې د لوېديځو هېوادونو لخوا جوړ شوي. د داعش په شمول د افراطي ډلو په اډو کې د امريکا لخوا جوړې شوې وسلې هم پيدا شوي دي.
له شپږو کلونو راهيسې، د سوريې بحران دغه هېواد او خلکو ته سخت زيانونه رسولي دي. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |