د فرانسې ولسمشر یمانویل ماکرون د روانې میاشتې په ۹ نیټه د م م د مهاجرینو چارو عالی کمیشنرفیلیپو ګرندي سره له ملاقات وروسته د یوې اعلامیې په خپرولو سره وویل چې فرانسه به د مهاجرینو په برخه کې جامع تدبیرونه ونیسي چې په فرانسوي ټولنه کې د مهاجرینو د ګډون لپاره مرسته جمتو کړي او په جدي توګه هغه مهاجرین بیرته واستوي چې له اړوندو میعارونو سره سمون نه خوري. ماکرون ژمنه وکړه چې دغه هیواد به په راتلونکو دوو کلونو کې ترکیې، لبنان اردن نایجر او چاد لس زره تنه مهاجرین ومني.
---زلمی
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |