د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين د شمېرنې دولتي ادارې مشر نينګ جي جه د اکتوبر په ۱۰مه نيټه په يوه خبري ناسته کې وويل، هېڅ سونزه به موجوده نه وي چې سږ کال د چين د اقتصادي پرمختګ انډول د ۶.۵ سلنې ټاکلې موخې ته ورسېږي، ښايي نوره ښه نتيجه به رامنځته شي، د چين د اقتصاد د ارام او ښه کېدو تمايل نه دی بدل شوی.
ښاغلي نينګ وويل، په تېرو څو کلونو کې په چين کې د روزګار حالت ښه دی، د توکيو بيې د وړاندوينې په نسبت ټيټې دي او ايکولوژيکی چاپيريال د ښه والي په حال کې دی. نو چين په روان کال کې د اقتصاد او ټولنې د پرمختګ په برخو کې ټاکلې موخې ته د رسېدو لپاره پوره باور او شرايط لري. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |