CRI Online

جنګ يونګ نيان: د چين د پرمختګ شکل له نړۍ سره اړيکې لري

cri     (GMT+08:00) 2017-10-10 16:23:40

د چين د کمونېست ګوند نولسم ملي کانګرس به د اکتوبر په اتلسمه نېټه په بيجينګ کې تر سره شي. د سينګاپور د ملي پوهنتون د ختيځې اسيا د څيړنې انسټيټيوټ مشر جنګ يونګ نيان د جين نړيوالې راډيو له خبريال سره د مرکې په ترڅ کې د چين د پرمختيا د برياليتوبونو په هکله خپله نظريه څرګنده کړه.

پروفيسر جنګ يونګ نيان له دې سره موافقه کوي چې چين اوس په هراړخيزه توګه د هوسا ټولنې د ابادۍ او د څانګړي سوسياليزم د پرمختګ په کلي موده کې دی او دا نظر يې څرګند کړ چې د چين کمونېست ګوند د پرمختګ مشخص پلان وړاندی کړی او پر اقتصاد د کمزورتيا په شمول له مهمو مسئلو سره يې مقابلې کړې دي.

هغه وويل (اواز)

په دې وروستيو کلونو کې د چين د کمونېست ګوند له اتلسم ملي ولسي کانګرس راهيسي د خلکو په اند تل د چين اقتصاد په شا روان و چې د پرمختګ سرعت څه دپاسه لس سلنې څخه تر شپږ اعشاريه پنځه او يا شپږ اعشاريه اووه سلنې پوري کم شوی. خو دا عادی چې اقتصاد تل په چټک سرعت پرمختګ نه شي کولای. چين يو ستر هېواد دی او دا ډېره ښه ده چې دغه هېواد په وروستيو کلونو کې په ثابته توګه اقتصادي پرمختګ ساتلی او ساتي يې.

پروفيسر جنګ وويل دا ښه نه ده چې اقتصاد په چټکه توګه پرمختګ او يا کمزوری شي. په نړيوالو کې دغه نظرشتون لري چې د چين اقتصاد شا ته روان دی، خو د چين کمونېست ګوند اړوند فعاليتونه تر سره کړي چې اقتصاد په ثابته او سالمه توګه پرمختګ کوي. چين د خپلو کوښښونو له لارې د عصري کيدو لاره لټوي، خو د چين نظريې او هوښيارتيا د چين د مسئلو حلولو په ترڅ کې د ټولو انسانانو د مسئلو د حل و فصل سره مرستې ورکولی شي يا نه؟ پروفيسر جنګ يونګ نيان د هو ځواب ورکړ. (اواز)

زما په اند اوس کم شمير کسان دا نظر لري چې چين به له نړۍ سره کم خدمتونه وکړي. څرنګه چې اوس چين دويم لوي اقتصادي هېواد او تر ټولو لومړی سوداګريز هېواد هم دی. چين نړۍ ته د زياتو خدمتونو توان لري.

پروفيسر جنګ يونګ نيان وويل د چين هوښيارتيا او نظريې به د ټولو انسانانو د مسئلو د حلولو لپاره ګټورې وي يا نه، دا ډېره مهمه ده چې نور هېوادونه به د چين تجربې کاپي کولي شي او يا نه. هغه وايي د چين د پرمختګ تجربې د نورو هېوادونو لپاره د زده کړې وړ دی او د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د نظريې په اخيستلو سره يې وويل (اواز)

د چين د کمونېست ګوند عمومي منشي شي جين پينګ ويلی چې د چين د پرمختګ شکلونو اخيستل د لويديځو هېوادونو د شکلونو پر ځای نه دی. چين يوه لاره وړاندې کړه چې ټاکل کيدای شي چې د چين د لايحې په توګه وګڼل شي. چين د اصلاحاتو او ورخلاصون د نژدی څلويښتو کلونو راهيسي د پرمختګ ښې تجربې لري چې نور هېوادونه د چين له تجربو څخه ګټې اخيستلی شي. چين نړۍ ته د خپلو پلانونو خپرولو نيت نه لري، نور هېوادونه د خپلو اړتياوو او حالت له مخې د پرمختګ خپل پلانونه ټاکي.

لويديځو هېوادونو د ايديولوژيو په ګډون د ځينو لاملونو له امله د چين پر پلانونو د انتقاد نظريې لري. پروفيسر جنګ يونګ نيان وويل(اواز)

د چين موډل د دروازې په بندولو په خپله پرمختګ کول نه دي، خو د نړيوال کيدو او د اقتصاد د سيمه ايز کيدو په حال کې جوړ شوی دی. نو د چين د پرمختګ شکلونه د نورو هېوادونو د پرمختګ له ښو تجربو څخه ګټې اخيستي دي او چين په خپله يو خلاص هېواد دی. نو د چين موډل د نړۍ له نورو هېوادونو سره ټينګې اړيکې لري. اوس د نړيوال کيدو او د اقتصاد د سيمه ايز کيدو په حال کې د بېلا بېلو هېوادونو تر منځ د همکارۍ اندازه پياوړې کيږي او د پرمختګ تجربې د زده کړې وړ دی.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای