د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې هوا چون اينګ د اکتوبر په لسمه نېټه په بېجينګ کې وويل، چين هيله لري چې بېلا بېل هېوادونه په پر له پسې توګه د ايران د ذروي تړون د پلې کولو لپاره هڅې وکړي.
د اټومي انرژۍ نړيوالې اېجنسۍ عمومي مدير څو ورځې مخکې خبر ورکړ چې ايران د دغه تړون له مخې د اټومي انرژۍ په ساحه کې خپله دنده تر سره کړې ده او کوي يې. د ډيپلوماتيکو او امنيتي تګلارو په اړه د اروپايې ټولنې لوړ پوړې استازي او د روسيې او جرمني خارجه وزيرانو په جلا جلا توګه د دغه تړون مثبته ارزونه کړې ده. وياندې هوا په دې اړه وويل، چې دغه تړون د څواړخونو غوښتونکې يوه مهمه بريا ده او له سياسي لارې چارې د نړيوالو تودو مسئلو د حلولو يوه نمونه ده چې د ذروي وسلو د نه خپرېدو سيستم د ساتلو او د منځني ختيځ سيمې د سولې او ثبات د ساتلو لپاره مهم رول لوبوي او د نړيوالې ټولنې لخوا منلی شوی دی. هيله لرو چې بېلا بېلې خواوې پر سياسي نيت ټينګار وکړي او په پر له پسې توګه د دغه تړون د پلې کولو لپاره هڅې وکړي. دا د مختلفو هېوادونو له اساسي ګټو سره سمون خوري.(غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |