د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د روسيې د سو -۲۴ ډول يوه جنګي بم غورځونکې الوتکه د اکتوبر په لسمه نېټه په سوريه کې ولوېده او په دغې الوتکې کې ټول کسان مړه شول.
دغې الوتکې په همدې ورځ د سوريې د لاتاکيا په ايالت کې د روسيې د هيمې ميهم له هوايي پوځي اډې څخه حرکت وکړ او له الوتلو څخه لنډه موده وروسته ولوېده. د روسيې د ملي دفاع وزارت په دغه الوتکه کې د کسانو شمېر نه دی خپور نه کړی. دغې پېښې په ځمکه چا ته د سر او مال هيڅ زيان نه دی رسولی. امکان شته چې د اينجين ستونزه د دغې پېښې سبب شوې وي.(غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |