د عراق صدراعظم حيدر العبادي د اکتوبر په ۱۰ مه نېټه وويل ، چې سږ کال به په دې هېواد کې د اسلامي دولت په نوم ډلې ټول ځواکونه په بشپړ ډول له منځه يوسي.
حيدر العبادي په همدې ورځ په بغداد کې د يوې خبري ناستې په ترڅ کې پر نوموړې ډلې باندې د عراق د امنيتي ځواکونو په بريدونو کې د تر لاسه شويو برياليتوبونو ستاينه وکړه.
د عراق ځواکونو په جولای کې د موصل ښار بېرته ونيو چې ۳ کاله د همدې ډلې په ولکه کې و، او ور پسې يې د موصل لوېديځ تال افر بېرته ونيو، او په وروستيو ورځو کې يې د کيرکوک ولايت په لوېديځ حاويجاه سيمه بېرته ونيوله. اوس يوازي د صلاح الدين ولايت شيرقات،د ال انبار ولايت لوېديځ کې درې علاقه دارۍ او نورې کوچنۍ سيمې د دغې ډلې تر کنټرول لاندې دي.
(مينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |