CRI Online

له کابل پوهنتون سره د چين مرستندويه پروژه پيل شوه

cri     (GMT+08:00) 2017-10-11 09:58:38

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د کابل پوهنتون د عمومي درسي ودانۍ او د سالون ودانۍ د جوړېدو پروژه چې د چين پر غاړه ده، د اکتوبر په لسمه نيټه پيل شوه. د افغانستان اجراييه رئيس عبدالله عبدالله او په افغانستان کې د چين سفير ياو جينګ د پروژې د پيل په مراسمو کې ګډون وکړ.

عبدالله د افغان حکومت او خلکو په استازيتوب له چين څخه مننه وکړه او د افغانستان د ښوونې په برخه کې يې د چين خدمتونه وستايل. افغانستان د چين هر کلی کوي چې په کابل پوهنتون کې يادې دوه مهمې ودانۍ جوړوي. دغه پروژه به ښوونکو او محصلينو ته لا زيات درسي تجهيزات او ځايونه برابر کړي او د افغانستان د لوړو زده کړو پرمختګ د هڅولو لپاره به ګټور وي.

سفير ياو جينګ وويل، چين او افغانستان ښه ګاونډيان دي. دغه پروژه د دواړو هېوادونو د مشرانو لخوا په ګډه ټاکل شوې او ستر اهميت لري.چين غواړي د دې پروژې په وسيله د چيني توليداتو لوړ کيفيت او د چيني جوړونې ښه موثريت څرګند کړي. چين ژمنه کوي چې دغه پروژه په ښه توګه بشپړه کړي او د افغانستان د لوړو زده کړو له پرمختګ څخه به لا زيات ملاتړ وکړي.

اټکل کېږي چې په کابل پوهنتون کې د چين دغه مرستندويه پروژه به په ۲۰۱۹ کال کې بشپړه شي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای