د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د اکتوبر له اتمې نېټې راهيسې، د امريکا د کليفورنيا ايالت په شمالي ځنګلونو کې سخت اور لا هم روان دی، د ځايي مامور په قول، د اکتوبر تر لسمې نېټې پورې د دې سخت اور له امله ۱۱ تنه مړه شوي او څه باندې سل تنه نور ټپيان شوي دي.
اوس د کليفورنيا ايالت په شمال اوو ولسواليو کې د اضطراري حالت اعلان شوی. د دې ايالت مشر جيری براون د اکتوبر په نهمه نيټه ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته يو پيغام وليږه او پکې يې غوښتنه وکړه چې دغه سخت اور د سخت ناورين په توګه اعلان شي چې د نورو ايالتونو مرستې تر لاسه شي. په دې پيغام کې راغلي چې يوازې په نپا او سونوما دواړو ولسواليو کې د سخت اور له امله څه دپاسه دوه زره کورونه ويجاړ شوي دي. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |