CRI Online

نړيوال پولي صندوق د روان او راتلونکي کال د نړيوال اقتصادي پرمختګ په اړه اټکل شوی انډول لوړ کړ

cri     (GMT+08:00) 2017-10-11 10:38:45

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، نړيوال پولي صندوق د اکتوبر په لسمه نيټه د نړيوال اقتصاد د راتلونکي پرمختګ په اړه د يو راپور په خپرولو سره د روان او راتلونکي کال د نړيوال اقتصادي پرمختګ په اړه اټکل شوی انډول لوړ کړ چې په جلا جلا توګه درې اعشاريه شپږ او درې اعشاريه اوه سلنې ته رسيدلی. په عين وخت کې يې د چين په شمول د ځينو عمده اقتصادونو د اقتصادي پرمختګ د انډول وړاندوينه هم لوړه کړه.

په دې راپور کې راغلي، اټکل کېږي چې سږ کال به په سلو کې د پنځه اويا اقتصادي بازارونو د پرمختګ سرعت ګړندي شي چې دغه پيمانه له لسو کلونو راهيسې تر ټولو لويه ده. د روان او راتلونکي کال لپاره د چين د اقتصادي پرمختګ وړاندوينه هم په جلا جلا توګه شپږ اعشاريه اته سلنې او شپږ اعشاريه پنځه سلنې ته لوړه شوې، دا په روان کال کې دغه سازمان د څلورم ځل لپاره د چين د اقتصادي پرمختګ وړاندويه لوړه کړه. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای