CRI Online

چين به د شمالي قطب په اړه د علمي څېړنې فرکانس زيات کړي

cri     (GMT+08:00) 2017-10-11 11:44:55

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د سمندري چارو دولتي ادارې مرستيال لين شان چينګ د اکتوبر په لسمه نېټه په شانګهای کې يوه خبري ناسته کې وويل، چين به د شمالي قطب په اړه د علمي څېړنې فرکانس زيات کړي.

نوموړي وويل، مخکې چين په هر دوو يا دريو کلونو کې د شمالي قطب په اړه يو ځل علمي څېړنه ترسره کړې، په راتلونکی کې به چين هر کال د شمالي قطب په اړه يو ځل علمي څېړنه وکړي. دولتي ګټې د شمالي قطب په اړه د چين د علمي څېړنې بنسټيزه موخه ده. چين د شمالي قطب شورا رسمي کتونکي هېواد دی، نو د شمالي قطب په اړه د چين علمي څېړنه هم د نړيوالې ټولنې لپاره خدمت کول دي. په شمالي قطب کې د ايکولوژيکي چاپيريال بدلون د چين د اقليم، ايکولوژيکي چاپيريال او دولتي امنيت لپاره هم ستر اهميت لري. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای