د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د اکتوبر په ۱۰ مه نېټه وويل، چې د کوريا په ټاپو وزمه کې د اټومي مسئلې د حلولو لپاره تر اوسه پورې ډيپلوماتيکه لاره لا هم لومړنی انتخاب دی.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياندې نورت په همدې ورځ په يوه خبری ناسته کې وويل چې هيڅوک نه غواړي له بل هيواد سره جنګ وکړی،سپينه ماڼۍ ، د بهرنيو چارو وزير تيلرسن او د دفاع وزير ماتيس تل دغه دريځ تکراروي ، موږ به هم دغه دريځ وساتو. خو وياندې نورت دا هم وويل سره له دې چې هېڅوک پوځي وسيلې نه خوښوي ، خودا لا هم د امريکا يو ممکن انتخاب دی.
د خبر له مخې د سپتمبر په درېمه نېټه شمالی کوريا د نړيوالې ټولنې له مخالفت سره سره يو وار بيا اټومی ازموينه ترسره کړې ده . په يوولسمه نېټه په امنيت شورا کې ۲۳۷۵ لمبر پرېکړه تصويب شو او ددې پرېکړې له مخې پر شمالی کوريا باندې نوي بنديزونه لګول شوي او د يادې مسئلې د سياسی او ديپلوماتيک حل غوښتنه وړاندی شوې ده .
(مينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |