د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د عراق پوځ د اکتوبر په لسمه نيټه اعلان وکړ چې د حويج سيمه چې د داعش لخوا نيول شوې وه، په پوره توګه ازاده کړه.
د حويج سيمه په ۲۰۱۴ کال کې د داعش لخوا نيول شوې وه. د تېر سپتمبر په ۲۱مه نيټه د عراق لومړي وزير حيدر العبادي د دې سيمې د بيا نيولو عملياتو د پيل اعلان وکړ. د روانې مياشتې په پنځمه نيټه د حويج ولسوالۍ ازاده شوې او ور پسې حکومتي پوځ له شاوخوا کليوالو سيمو څخه د اورپکو په پاکولو پيل کړی دی.
عبادي د اکتوبر په لسمه نيټه په يوه خبري ناسته کې وويل، په روان کال کې به د عراق په داخل کې د داعش ځواکونه پوره له منځه يووړل شي. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |