د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د اکتوبر په ۱۰ مه نېټه وويل، چې امريکا له ترکيې سره خپلې وروستۍ ډيپلوماتيکي شخړې ته ډېره متوجه ده.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياندې هيتر نورت په همدې ورځ په يوه خبري ناسته کې وويل ،چې سږ کال د ترکيې حکومت په انقره کې د امريکا په سفارت کې دوه ځايي کارکوونکي ونيول او د تېرې اوونۍ په پای کې يې دريم ځايي کارکوونکی هم احضار کړ. امريکا له دغه چلند څخه نهيلې شوې او د دې پېښې ته ډېره پاملرنه کوي.
هغې زياته کړه، د يادو دريو کارکوونکو کارونه د ترکيې د قانون اجرا کوونکي څانګې له چارواکو سره د تماس نيولو په اړه دي. تر اوسه پورې، امريکا هېڅ شواهد نه دي تر لاسه کړي چې په يادو کارکوونکو باندې د ترکيې حکومت له خوا لګيدلي تورونه سم وي.
(مينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |