د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا د چاپيريال ساتنې ادارې مشر سکوټ پرويټ د اکتوبر په لسمه نيټه د يو سند په لاسليکولو سره اعلان وکړ چې د پخواني ولسمشر باراک اوباما د حکومت لخوا خپور شوی د پاکې برېښنا د توليدولو پلان به لغوه شي.
يادې ادارې په يوه اعلاميه کې ويلي، د پاکې برېښنا د توليدولو پلان تر ارزونې وروسته يې پيدا کړې چې دغه تګلاره د امريکا د چاپيريال ساتنې ادارې له قانوني صلاحيت څخه وتلې ده، د دې پلان په لغوه کېدو سره به د امريکا د انرژۍ پرمختګ وهڅول شي او د څارنې اړونده نااړينه دنده به کمه شي.
د پاکې برېښنا د توليدولو پلان د اوباما حکومت د اقليمي تګلارې مرکزي ټکی و چې پکې يې د امريکا له برېښنا توليدونکو فابريکو څخه غوښتنه کړې وه چې تر ۲۰۳۰ کال پورې د شنو خونو ګازو د ايستلو اندازه د ۲۰۰۵ کال په نسبت دوه دېرش سلنه کمه کړي. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |