د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا پوځ د اکتوبر په لسمه نيټه وويل، د امريکا دوو جنګي الوتکو د همدې ورځې په شپه د جاپان او جنوبي کوريا له جنګي الوتکو سره د جاپان سمندر ته نږدې سيمه کې پوځي تمرين ترسره کړ. د امريکا د بي- ۱ بي نمبر دوو جنګي الوتکو، د جاپان دوو اف- ۱۵ جنګي الوتکو او د جنوبي کوريا د اف- ۱۵ کې نمبر دوو جنګي الوتکو په دغه تمرين کې ګډون وکړ.
دا لومړی ځل دی چې د امريکا جنګي الوتکو د جاپان او جنوبي کوريا له جنګي الوتکو سره د شپې پوځي تمرين ترسره کړ. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |