CRI Online

د جاپان د استازو جرګې ټاکنې له ټاکلي وخت مخکې پيل شوې

cri     (GMT+08:00) 2017-10-11 16:30:31

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د جاپان د استازو جرګې د ټاکنو اعلاميه د اکتوبر په لسمه نيټه خپره شوه چې دغه راز د استازو جرګې دوولس ورځنی کمپين په رسمي توګه پيل شو. د اکتوبر په يوولسمه نيټه د جاپان په ګوټ ګوټ کې رايګيري پيل شوه.

د استازو جرګې د ټاکنو لپاره د رايګيرۍ ورځ د اکتوبر ۲۲مه نيټه ده، نو له ټاکلي وخت مخکې رايګيرې به د اکتوبر تر ۲۱مې نيټې پورې دوام ولري.

د جاپان د ټاکنو د تعديل شوي قانون له مخې، هغه اتباع چې عمر يې له اتلس کلنۍ څخه زيات وي، په دغو ټاکنو کې د رايګيرۍ حق لري. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای