CRI Online

شپږ اعشاريه پنځه سلنې ته د چين د اقتصادي پرمختيا د سږني انډول رسيدل به کومه ستونزمنه دنده نه وي

cri     (GMT+08:00) 2017-10-11 16:41:18

د چين د شميرنې دولتي ادارې مشر نينګ جي جه د اکتوبر په لسمه نېټه په بيجينګ کې وويل په وروستيو پنځو کلونو کې د چين اقتصاد په منځني او چټک سرعت پرمختګ کړی چې اندازه يې په معقول چوکاټ کې ده او د هېواد هراړخيز توان او نړيوالې اغيزې په ښکاره توګه لوړې شوې دي. د ده په اند دا به ستونزمنه دنده نه وي چې د چين د اقتصادي پرمختيا سږني انډول شپږ اعشاريه پنځه سلنې ته ورسيږي.

د چين د رسمي شيمرنې له مخې له ۲۰۱۳ کال څخه تر ۲۰۱۶ کال پوري هر کال د چين د کورنيو توليداتو د عمومي ارزښت د زياتوالي منځني اندازه اووه اعشاريه دوه سلنې ته رسيدلې چې په همدې موده کې د نړۍ او د پرمختيايي هېوادونو د منځني سويې په پرتله زياته وه او هر کال د زياتوالي اندازه له ۴۴۰۰ بيليارډ يوانو څخه اوښتې و. د چين د شميرنې ادارې مشر نينګ جي جه وويل (اواز)

په تيرو څو کلونو کې د چين د اقتصادي پرمختيا منځني انډول اووه اعشاريه دوه سلنې ته، د انقلاسيون منځني انډول دوه سلنې ته او د بي کاري انډول پنځه سلنې ته رسيدلی دی. دغه حالت چې د اقتصادي پرمختيا سرعت چټک و، د ګمارنې حالت ښه و، د مالونو بيې ټيټې وې، ډېر ساده نه و چې په نړۍ کې ډېر لږ ليدل کيږي.

د ارقامو له مخې په ۲۰۱۶ کال کې د چين د کورنيو توليداتو عمومي ارزښت ۷۴زره بيليارډ يوانو ته ته ورسيد چې د ۲۰۱۲ کال په پرتله په سلو کې ۱۳۲ زيات شوی. د غلودانو، غوښو، مومپليو، فولادو او اوسپنو او موټرو په شمول د صنعتي او کرهنيزو توليداتو توليدات په نړۍ کې لومړی ځای نيولی او د بهرنيو اسعارو د زيرمې اندازه ۳۰۹۰ بيليارډ امريکايي ډالرو ته ورسيده چې په نړۍ کې هم لومړی مقام ونيو.

نينګ جي جه وويل(اواز) په ۲۰۱۶ کال کې د چين د کورنيو توليداتو عمومي ارزښت ۱۱زره او دوه سوه بيليارډ امريکايي ډالرو ته ورسيد چې د نړي د اقتصادي د عمومي اندازې په سلو کې ۱۴اعشاريه اته برخه او د نړۍ دويم ځاي يې ونيوه. له ۲۰۱۳ کال څخه تر ۲۰۱۶ کال پوري نړۍ ته د چين د اقتصادي خدمتونو منځني انډول شاو خوا ۳۰ سلنه دی چې د امريکا، د يورو کارونکو سيمو او د جاپان د عمومي اندازې په پرتله زيات دی.

په پنځو کلونو کې د چين په اقتصادي جوړښت کې فعال بدلونونه رامنځته شوي او د عرضې په برخه کې اصلاحات ژور شوي او د نوښت له لارې د اقتصادي پرمختګ پټ توان په اغيزمنه توګه پياوړی شوی. په ۲۰۱۶ کال کې د چين د څيړنې او اختراعاتو لګښت ۱۵۷۰ بيليارډ يوانو ته ورسيد چې د ۲۰۱۲ کال په پرتله په سلو کې ۵۲اعشاريه پنځه برخه زياته شوې او د امريکا نه وروسته په نړۍ کې دويم ځای نيسي.

ښاغلي نينګ جيجه وويل د چين د ورخلاصون سويه هم په پر له پسي توګه لوړه شوې او د اقتصاد د پرمختګ نوې فضا پراخه شوې ده. (اواز)

۲۰۱۶ کال د چين د مالونو د صادراتو او وارداتو عمومي شمير ۲۴ زره دري سوه بيليارډ يوانو ته ورسيد چې د نړيوالې سوداګرۍ په عمومي اندازه کې ۱۱سلنه برخه نيسي. په چين کې د نورو هېوادونو پانګونو او په نورو هېوادونو کې د چين د پانګونو سويې دواړه لوړې شوې چې له ۲۰۱۳ کال څخه تر ۲۰۱۶ کال پوري په چين کې د نورو هېوادونو تر پانګونو لاندې د کارول شويو پيسو شمير ۴۸۹ بيليارډ او ۴۰۰ مليونه امريکايي ډالرو ته ورسيد. ۲۰۱۶ کال د چين او د يو کمربند او يوې لارې په اوږدو کې د پرتو هېوادونو تر منځ د وارداتو او صادراتو عمومي اندازه ۶۳۰۰ بيليارډ يوانو ته ورسيد چې د چين د بهرنې سوداګرۍ په عمومي اندازه کې ۲۵اعشاريه ۷سلنه برخه نيسي.

د روان کال د اقتصادي حالت په هکله ښاغلي نينګ جي جه وويل (اواز)

د روان کال په لومړې نيمايي کې د اقتصادي پرمختيا انډول په سلو کې ۶اعشاريه ۹ برخه زياته شوه. د صنعتي چارو او د توليد چارو د پرمختګ د ارقامو له مخې دا ويلی شم چې اقتصادي بنسټ ښه دی. اټکل کيږي چې شپږ اعشاريه پنځه سلنې ته د چين د اقتصادي پرمختيا د سږني انډول رسيدل به کومه ستونزمنه دنده نه وي. دا تمايل بدل نه دی چې د چين اقتصاد په ثابته توګه پرمختګ کوي او امکان شته چې په ټول کال کې د پرمختګ حالت د اټکل په پرتله ښه وي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای