CRI Online

د شمال ختيځې اسيا د امنيت په اړه چين او روسيې اتمه مشورتي غونډه تر سره شوه.

cri     (GMT+08:00) 2017-10-11 16:55:32

د شمال ختيځې اسيا د امنيت په اړه چين او روسيې تر منځ مشورتي غونډه د اکتوبر په ۱۰ مه نېټه په مسکو کې تر سره شوه. د چين د بهرنيو چارو وزير مرستيال کونګ شوان يوو د روسيې د بهرنيو چارو مرستيال وزير له ايګور مورګولف سره يو ځای د دې غونډې مشري وکړه، د دواړو هېوادونو د بهرنيو چارو وزارت، د دفاع وزارت ، د امنيت وزارت او نورو وزارتونو چارواکو په دې غونډې کې ګډون کړی و.

دواړه خواوی د کوريا ټاپو وزمې ته ډېره پاملرنه کوي.

(مينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای