د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې،د اکتوبر په ۱۱مه نېټه د بېجينګ په ميډيا هوټل کې د چين د کمونېست ګوند د نولسم ملي کانګرس مطبوعاتي مرکز خدمتي کارونه پيل کړل چې اړوندو چيني او بهرنيو خبريالانو ته به د مرکې اجازت پاڼې ورکړي،د مرکې غوښتنليکونه به يې ومني او د ياد ملي کانګرس په اړه مرکې به تنظيم کړي.د اتلسم ملي کانګرس په پرتله په دغه مطبوعاتي مرکز کې کاري ځايونه زيات شوي،د انټرنېټ سرعت چټک شوی او خدمتي محتويات يې هم اصلاح شوي دي چې خبريالانو ته به اړين معلوماتي خدمتونه او تخنيکي ضمانت برابر شي.
د چين د کمونېست ګوند نولسم ملي کانګرس به د روانې مياشتې په ۱۸مه نېټه په بېجينګ کې تر سره شي.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |