د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې،د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې هوا چون اينګ د اکتوبر په ۱۱مه نېټه په بېجينګ کې وويل چې د امريکا بيړۍ په دې وروستيو ورځو کې له اجازې پرته د چين سمندري قلمرو ته ننوتلې چې د امريکا دغه عمل د چين له قانون او اړوند نړيوال قانون څخه سرغړونه ده او د چين ملي حاکميت او امنيتي ګټو ته يې سخت زيانونه رسولي دي.چين له دې سره ټينګ مخالفت کوي.
د خبر له مخې،د امريکا پوځي بيړۍ د چيني حکومت له اجازې پرته د چين د شي شا ټاپوګانو سمندري قلمرو ته ننوتلي دي.وياندې هوا وويل چې د چين حکومت به په پر له پسې توګه د چين د خاورې حاکميت او سمندري حقوق وساتي.چين له امريکا څخه غوښتنه کوي چې په واقعي توګه د چين ملي حاکميت او د امنيتي ګټو درناوی وکړي او له داسې ناوړه کړو وکړو څخه لاس واخلي.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |