د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د قطر د حکومت د مخابراتي چارو دفتر منشي شيخ سيف بن احمد التاني د اکتوبر په ۱۱مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره پر دې ټينګار وکړ چې د ۲۰۲۲ کال د قطر د نړيوال کپ د فوټبال لوبو د کوربتوب په هکله خبرې اترې د منلووړ نه دي.
له قطر سره د اړيکو پري کوونکو هېوادونو له دغه هېواد څخه غوښتنه وکړه چې د نړيوال کپ د فوټبال لوبو له کوربتوب څخه لاس واخلي، په دې اړوند نوموړي وويل قطر به په منځني ختيځ کې لومړی هغه هېواد وګرځي چې د ټولو معيارونو له مخې د نړيوال کپ فوټبال لوبې تر سره کړي.
د خبر له مخې، د عربي متحده اماراتو د پوليسو يو چارواکي د روانې مياشتې په ۸مه نېټه وويل که قطر د ۲۰۲۲ کال د نړيوال کپ د فوټبال لوبو تر سره کيدو له کوربه حق څخه لاس واخلي، د خليج هېوادونو او قطر تر منځ د سياسي اړيکو د پري کيدو بحران به ارام شي.
ژباړونکې:ډيوه
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |