CRI Online

د عراق سترې محکمې د کردانو د خپلواکې په اړه د ټولپوښتنې تر سره کوونکو د نيولو حکم صادر کړی

cri     (GMT+08:00) 2017-10-12 10:14:20

د سين هوااژانس د خبر له مخې،د عراق سترې محکمې د اکتوبر په ۱۱مه نېټه د کردانو د خپلواکۍ په اړه د ټولپوښتنې طرحه کوونکو د نيولو حکم صادر کړی دی.

د عراق د سترې محکمې وياند د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل په بغداد کې يوې محکمې د کردانو د خپلواکې د ټولپوښتنې رئيس او غړيو د نيولو حکم صادر کړی دی.

دغې محکمې د عراق د صدراعظم حيدر الغبادي په مشرۍ د هېواد د امنيت شورا د غوښتنو له مخې ياد حکم ورکړی دی.

د عراق حکومت له دغې ټولپوښتنې سره مخالفت کړی او پر دې يې انتقاد کړی چې ټولپوښتنې د عراق له اساسي قانون څخه سرغړونه ده او د دغې سيمې په وړاندې يې تدبيرونه نيولي دي.

ژباړونکې:ډيوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای