د سين هوااژانس د خبر له مخې، د فلسطين د بهرنيو چارو وزير رياضال مالکي د اکتوبر په ۱۱مه نېټه وويل د اردن سيند په لويديځه غاړه کې د يهوديانو د هستوګنځايونو په سيمه کې د نورو زر ګونو هستوګنځايونو د جوړولو په هکله د اسرائيلو پلان د دوو هېوادونو لايحه چلنجوي.
مالکی وويل چې د اسرائيلو صدراعظم بنجامين نيتانياهو غواړي چې د فلسطين د خلکو د ګټو په بيه د هستوګنځايونو د ابادۍ له لارې د دغه هېواد د ګوندونو تر منځ په سيالې کې بريا ومومي چې دا د منلو وړ نه دی.
هغه وويل فلسطين د امريکا انتظار کوي چې د نيانياهو د ورته پلان مخه ونيسي، که نه، فلسطين به د هستوګنځايونو د ابادۍ په وړاندې خپل تدبيرونه ونيسي.
ژباړونکې:ډيوه
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |