CRI Online

د ايران ولسمشر: که امريکا د ايران له اټومي موافقې څخه ووځي نو بيه به يې پرې کړي.

cri     (GMT+08:00) 2017-10-12 11:19:45

د ايران ولسمشر حسن روحاني د اکتوبر په ۱۱ مه نېټه وويل، که د امريکا ولسمشر ټرمپ د ايران له اټومي موافقې څخه لاس واخلي، نو په خپله امريکا به زيان ومومي.

روحاني څرګنده کړه چې د ايران اټومي مسئلې د ساتلو په اړه پوره موافقه د پنځو جمع يو هېوادونو اعتبار پورې اړه لري، او هم د نړيوالې ټولنې باور پورې اړه لري. تر اوسه پورې، د دې موافقې نورو لاسليک کوونکو هېوادونو له دې تړون څخه امريکې له وتلو سره موافقه نه ده کړي، او په نړۍ کې لږو هېوادونو د امريکا ملاتړ کړی دی.

(مينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای