CRI Online

د امريکا د کريفورنيا ايالت په ځنګلونو کې سخت اور ۲۱ تنه وژلي

cri     (GMT+08:00) 2017-10-12 11:21:51

د سين هوا اژانس د خبر له له مخې، د امريکا د کريفورنيا ايالت په شمالي ځنګلونو کې د لګېدلي سخت اور له امله د وژل شويو کسانو شمېر د زياتېدو په حال کې دی. د دې ايالت د ځنګلونو او اطفايې ادارې د اکتوبر په ۱۱مه نيټه دا تصديق کړه چې تر دې دمه يې ۲۱ تنه وژلي دي.

اوس کابو د اطفايې ۸۰۰۰ مامورين په اور وژنې بوخت دي. د ځايي خبري رسنيو د خبر له مخې، دغه اور په تاريخ کې د کريفورنيا ايالت تر ټولو سخت اور دی چې د اور سوځونې پراخوالی له يو سلو اويا زرو هکتارو څخه زيات دی او څه باندې ۳۵۰۰ کورونه او نورې ودانۍ ويجاړې شوي دي. په راتلونکو څو ورځو کې به سخت باد د اور وژنې په وړاندې لا زياتې ستونزې جوړې کړي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای