CRI Online

په بهر کې اوسېدونکي چينايان د چين د کمونېست ګوند نولسم ملي کانګرس ته پاملرنه کوي

cri     (GMT+08:00) 2017-10-12 14:17:12

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې،په تېرو ۵ کلونو کې د چين اقتصاد په چټک ډول پرمختګ کړی او د پانګونې فرصتونه هم ډېر زيات شوي دي.د چين د کمونېست ګوند نولسم ملی کانګرس چې ژر به تر سره شي،په بهر کې د اوسېدونکو چينايانو لپاره ستر اهميت لري.دوی د چين د کمونېست ګوند نولسم ملي کانګرس ته پاملرنه کوي او هيله ښيي چې د چين حکومت نوې تګلارې او ستراتيژي به په بهر کې د اوسېدونکو چينايانو لپاره لازيات فرصتونه برابر کړي.

په ايټاليا کې د چين د عمومي سوداګريزې ادارې مشر چن جنګ شي وويل چې د چين د کمونېست ګوند له اتلسم ملي کانګرس راهيسې د چين د غير دولتي اقتصادي پرمختګ د دوي لپاره د سوداګرۍ ښه چاپيريال برابر کړی دی.

 

ښاغلی چن جنګ شي

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای