CRI Online

د چين د کمونيست ګوند د نولسم ملي کانګرس په موده کې به د لومړي ځل لپاره له استازو سره د مرکې لاره وټاکل شي

cri     (GMT+08:00) 2017-10-12 14:18:43

د چين د کمونيست ګوند د نولسم ملي کانګرس مطبوعاتي مرکز چې د بېجينګ په مېديا هوټل کې جوړ شوی، د اکتوبر په يوولسمه نيټه په خدمت کولو پيل وکړ. په همدې ورځ يې خبريالانو ته د مرکې لپاره د خدمت لارښوونه وکړه. دغه مطبوعاتي مرکز به د دې کانګرس په موده کې د خلکو په لوی تالار کې له استازو سره د مرکې لاره وټاکي او د مرکې يو لړ فعاليتونه به ترتيبوي. دا لومړی ځل دی چې د چين د کمونيست ګوند د ملي کانګرس په موده کې له استازو سره د مرکې لاره ټاکل کېږي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای