د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې،د چين د انساني سرچينو او ټولنيز ضمانت وزارت د اکتوبر په ۱۱مه نېټه د انساني سرچينو د خدمتي چارو د پرمختګ عملياتي پلان خپور کړ چې له مخې به يې تر ۲۰۲۰ کال پورې د چين د انساني سرچينو د خدمتي چارو پيمانه ۲ زرو مليارډو يوانو ته ورسېږي او په چين کې به ۱۰۰ شرکتونه جوړ شي چې د بېلګې او لارښوونې رول به ولري.
د ياد وزارت مسؤل وويل چې په وروستيو کلونو کې د چين د انساني سرچينو خدمتي چارو په چټک ډول پرمختګ کړی چې ستر برياليتوبونه يې تر لاسه کړي دي.د ۲۰۱۶ کال تر پايه پورې په چين کې د انساني سرچينو د خدمتي سازمانونو شمېر ۲۶زرو ۷ سوو ته رسېدلی او د اړوندو کارکوونکو شمېر ۵ مليونو ۵۳۰ زرو تنو ته رسېدلی دی.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |