د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د اکتوبر په ۱۱مه نيټه د چين ساختماني شرکت د مصر د کور، عامو پروژو او ښاري پراختيا وزارت سره د مصر د نوې اجراييوي پلازمينې د مرکزي سوداګريزې سيمې پروژې د ټيکه کولو تړون لاسليک کړ چې ارزښت يې درې مليارډو امريکايي ډالرو ته رسېږي. د مصر ولسمشر عبدالفتح السيسي او په مصر کې د چين لوی سفير سونګ ای ګوه د دې تړون د لاسليک په مراسمو کې ګډون وکړ.
د نوې اجراييوي پلازمينې پروژه د مصر حکومت اوسنۍ مهمه پروژه ده چې د پلازمينې قاهرې څخه ختيځ ته په پنځوس کيلومترۍ کې پرته ده او پراخوالی يې ۷۰۰ کيلومتره مربع ته رسيږي. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |