CRI Online

په نان نينګ ښار کې د جونګ ګوان ويليج په نوم د نوښت په نمنوي اډه کې ميشته تصدي په بريالې توګه د جنوب ختيځې اسيا د هېوادونو ټولنې ته داخلې شوي

cri     (GMT+08:00) 2017-10-12 16:33:18

د ګوانګ شي په نان نينګ ښار کې د جونګ ګوان ويليج په نوم د نوښت نمنوي اډه د نان نينګ ښار د لوړو او نويو تخنيکونو په اقتصادي سيمه کې پرته ده. د روان کال د اپريل په شلمه نېټه د چين د دولت رئيس شي جين پينګ له دغې اډې څخه ليدنه وکړه او پر دې يې ټينګار وکړ چې بايد د نوښت راجلبونکي ايکلوژيکي سيستم جوړ کړي. د عمومي منشي شي جين پينګ د نظريې سره سم په دغه اډه کې زياتې تصدۍ ځای پر ځای شوي چې ځيني تصدۍ په بريالې توګه د جنوب ختيځې اسيا د هېوادونو ټولنې غړيو او په نورو سيمو کې هېوادونو ته داخلې شوي دي.

په بيجينګ کې د جونګ ګوان ويليج د چين د نوښت او پرمختګ يو نمنوي بيرغ دی چې په چين کې د امريکا د سيليکون والي په نامه ګڼل کيږي چې زياتې د لوړ ساينس او تخنيک لرونکې تصدۍ هلته ميشته دي. د ګوانګ شي د جوانګ قوم خودمختاره سيمه د جنوب ختيځې اسيا د هېوادونو ټولنې له غړيو سره ګډې پولې لري او د ۲۰۱۶ کال د جولای په ۲۴مه نېټه د ګوانګ شي په مرکز نان نينګ ښار کې ياده اډه جوړه شوه چې د ځيرکو توليداتو، د انفرميشن تخنيکونو، د روغتيا او د ساينس او تخنيکونو د خدمتونو څلور چارې په کې اجرا کيږي او په يو کال کې دننه دغې اډې زياتې لاسته راوړنې تر لاسه کړې دي.

د دغې اډې اجرائيوي مشر ګو چيانګ وويل(اواز)

په دغه اډه کې ځای پر ځاي شوې تصدۍ هيله لري چې زموږ د اډې په وسيله له بهر سره همکارۍ وکړي. مثلآ د ډي ډي شرکت د جنوب ختيځې اسيا لپاره د دي دي ګراب تاکسي ټليفوني ساوفت وير جوړ کړ چې د ګرځنډ ټليفونونو له لارې موټر راغوستلی شي، د جنوب ختيځې اسيا د هېوادونو د ټولنې په هېوادونو کې کارول شوي دي. د چونګ چينګ ښار د ته في دونګ لي شرکت چې په عمده توګه د الوتکو انجنونونه توليدوي، اوس خپل توليدات د ټايلنډ او کاناډا په شمول لس ګونو هېوادونو ته صادوي. د ګوانګ شي د مينګ جيانګ په نوم د ځيرکو توليداتو د جوړولو شرکت له شانګهای څخه راغلی، تير کال ټايلنډ ته د خپلو توليداتو د صادرولو لست تر لاسه کړ.

رئيس شي جين پينګ له دغې اډې څخه د ليدنې په وخت کې د مينګ جيانګ شرکت ستاينه وکړه چې د جنوب ختيځې اسيا په هېوادونو کې يې شهرت موندلی دی. د دغه شرکت د مشر مرستيال وويل(اواز)

د ګوانګ شي د مينګ جيانګ شرکت په دغه اډه کې د ځای پر ځای کولو په تيره بيا د عمومي منشي شي جين پينګ له کتلو وروسته په فعاله توګه د رئيس شي جين پينګ د لارښوونې روحيه عملي کړې او د يو کمربند او يوې لارې په ابادۍ کې يې نوي پرمختګونه يې موندلي دي. ۲۰۱۶ کال مو ټايلنډ ته جګ پوري ځيرکو تاسيسات صادر کړی او روان کال مو د ټايلنډ له دغه تصدي سره د هوښياري تاسيساتو د توليد په هکله سلامشورې وکړی او امکان شته چې زموږ توليدات په روان کال کې يو ځل بيا ورته صادر وشي.

د ګوانګ شي د جي جيا شرکت د پټيو ته د کوډونو ورکولو په هکله د تخنيکونو د څيړنې په چارو کې د لوړ ساينس او تکناروژيو تصدی دی. کله چې د رئيس شي جين پينګ له دغې اډې څخه ليدنه کتنه وکړه. د دغه شرکت مشر ون بياو تانګ څخه پوښتنه وکړه چې د توليداتو اصلي بيه څومره ده او بيې د بزګرانو لخوا منل کيدای شي او يا نه. ون بياو تانګ وويل دغه شرکت د توليداتو د اصلي بيې کموالي لپاره زيات کارونه تر سره کړي دي هغه وويل (اواز) څرنګه چې د دولت رئيس شی جين پينګ له ما څخه د توليداتو د اصلي بيو په هکله پوښتنه وکړه، زه اوس غواړم چې يو ځل بيا دغې پوښتنې ته ځواب ورکړم، د رئيس شي د غوښتنې له مخې مو خپل اصلي بيې ټيټې کړې او بزګران نورې زياتې ګټې تر لاسه کولی شي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای