CRI Online

د چين خارجه وزارت: د شمالي کوريا او امريکا ترمنځ دښمني او د متقابل باور کمښت د کوريا په ټاپووزمه کې د وضعيت د پر له پسې خرابوالي سبب شوی دی.

cri     (GMT+08:00) 2017-10-12 16:37:25
د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې هواچون ينګ د اکتوبر په ۱۲مه نيټه په بېجينګ کې يوه خبري ناسته کې څرګنده کړه چې د شمالي کوريا او امريکا ترمنځ دښمني او د متقابل باور کمښت د کوريا په ټاپووزمه کې د وضعيت د پر له پسې خرابوالي سبب شوی دی. د خبر له مخې، د شمالي کوريا خارجه وزير لي يونګ هو وويل چې د ذروي وسلو په اړه هېڅ خبرې اترې به و نه مني او له امريکا څخه يې غوښتنه وکړه چې بايد د شمالي کوريا په مقابل کې د دښمانه تګلارې لغوه کول د خپلمنځي خبرو اترو د مخکني شرط په توګه وټاکي. د دې تر څنګ د چين او روسيې لخوا وړاندې شوې اړونده لايحه هم د منلو وړ نه ده. وياندې هو چون ينګ اړوندو پوښتنو ته په ځواب کې وويل: د شمالي کوريا او امريکا ترمنځ دښمني او د متقابل باور کمښت د کوريا په ټاپووزمه کې د وضعيت د پر له پسې خرابوالي سبب شوی دی. د دغې ستونزې د لېرې کولو اغېزمنه لار ديالوګ او خبرې اترې دي. د چين او روسيې لايحه د بېلا بېلو خواوو پاملرنو په غور کې نيولو سره ټاکل شوې وه چې د اوسنيو ستونزو د لېرې کولو لپاره ګټه لري. هيله من يو چې اړوندې خواوې په دې اړه جدي فکر وکړي او مثبت ځواب راکړي. ( سپوږمۍ)
اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای