د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا د کليفورنيا ايالت په شمال کې د ځنګلونو سخت اور په اثر د سن فرانسيسکو ښار د نړيوال هوايي ډګر په شاوخوا اسمان کې سخت دودونه رامنځته شوي چې څه باندې ۸۰ پروازونه له دې امله لغوه شوي او کابو يو په څلورمه برخه الوتنې ځنډېدلې دي.
د خبر له مخې، اوس د هوايي ډګر په شاوخوا اسمان کې هوايي حالت د وړاندوينې وړ نه دی، نو د الوتنو ځنډېدلو حالت به ممکن دوام وکړي.
پر ځايي وخت د اکتوبر د ۱۱مې نېټې تر شپې پورې د ياد اور له امله ۲۳ تنه مړه شوي دي.
( سپوږمۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |