CRI Online

د افغانستان پخواني ولسمشر د لویې جرګې جوړولو غوښتنه وکړه

cri     (GMT+08:00) 2017-10-13 09:16:53
د افغانستان پخواني ولسمشر د لویې جرګې جوړولو غوښتنه وکړه

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د روانې میاشتې په ۱۲ نیټه د دغه هیواد په اړه د امریکا د نوې پالیسۍ غندنه وکړه او له حکومت څخه یې د لویې جرګې د جوړولو غوښتنه وکړه. هغه وویل چې دا د هیواد پرمخ د داوږدمهال بحران د حلولو یوازنۍ لاره ده. حامد کرزي په همدې ورځ په خپل استوګنځي کې یوه خبري ناسته جوړه کړې ده. هغه وویل د امریکا نوې ستراتیژۍ د جګړې معنا لري خو د سولې نه. د امریکا ناسمې تګلارې د داعش د پراخوالي او د ډیرو عامو وګړو وژنې سبب شوي دي. هغه زیاته کړه چې د افغانستان او امریکا د دوه اړخیز امنیتي تړون له لاسلیکیدو وروسته د افغانستان وضعیت د پخوا په پرتله شدید شوی دی. که څه هم امریکا په افغانستان کې پوځي موجودیت پیاوړی کړی دی خو داعش نه یوازی عامو وګړو او حکومتي ارګانونو ته زیانونه رسوي بلکې ټول هیواد به خراب کړي. هغه له اوسني حکومت څخه غوښتنه وکړه چې سمدلاسه لویه جرګه جوړه کړي او له طالبانو څخه یې هم غوښتنه وکړه چې باید د سولې په پروسه کې ګډون وکړي.

---زلمی

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای