د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د روانې میاشتې په ۱۲ مه نیټه اعلان وکړ چې د م م له یونیسکو سازمان څخه وځي. د اړوندې قاعدې له مخې د امریکا د وتلو پریکړه به د ۲۰۱۸ کال د دسمبر میاشتې په ۳۱ نیټه اغیز ولري.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په همدې ورځ په یوه اعلامیه کې ویلي چې په دې سازمان کې د امریکا د پورونو زیاتوالی، د دغه سازمان د اصلي اصلاحاتو اړتیا او پر اسرائیلو د دغه سازمان پرله پسي غلط نظر د امریکا په فکر کې نیول شوي دي. د دغه وزارت ویاند هم وویل چې د امریکا دغه پریکړه یو اسان عمل نه دی.
---زلمی
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |