CRI Online

اسرائیل وایي هغه به له یونیسکو سازمان څخه ووځي

cri     (GMT+08:00) 2017-10-13 09:32:07
اسرائیل وایي هغه به له یونیسکو سازمان څخه ووځي

د اسرائیلو د صدراعظم دفتر د روانې میاشتې په ۱۲ نیټه د یوې اعلامیې په خپرولو سره وویل چې د م م له یونیسکو سازمان څخه د وتلو په اړه د امریکا د پریکړې قدرداني کوي او خپل هیواد به هم له دغه سازمان څخه ووځي. په یاده اعلامیه کې ویل شوي چې د امریکا دغه پریکړه بریالی او اخلاقي ده. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په ۱۲ مه نیټه اعلان وکړ چې له یونیسکو څخه وځي. د ۲۰۱۱ کال د اکتوبر میاشتې په پای کې یونیسکو د فلسطین د ګډون مسوده منظور کړې ده او امریکا او اسرائیلو بیا د غړیتوب لګښت قاطع کړی او خپله ناخوښي یې څرګنده کړې ده.

---زلمی

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای