CRI Online

د عراق صدراعظم د دولتي يووالی د ساتلو ژمنه وکړه

cri     (GMT+08:00) 2017-10-13 11:12:19

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د عراق صدراعظم خيدر العبادي د اکتوبر په ۱۲مه نېټه وويل چې د عراق حکومت به د دولت له يووالي څخه کلک ملاتړ وکړي.

عبادي، چې د عراق د وسله وال ځواک د عمومي قوماندان دنده هم پر غاړه لري، په ۱۲مه نېټه بغداد کې له الانبار ولايت حکومت او د قبيلو مشرانو له هئيت سره د کتلو په وخت کې وويل، چې د عراق د يووالي او د عراقيانو او ملي ګټو ساتنه د هغه پر مشرۍ د مرکزي حکومت مسووليت دی. نه شي کېدای چې عراق يو ځل بيا په يوه داسي ټولنيزه تجزيه او مذهبي شخړه کې پاتې شي چې عراق ته د امريکايي پوځونو د داخلېدو وروسته رامنځته شوې وه.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای