د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د م م سرمنشي انتونيو ګوټريس د اکتوبر په ۱۲مه نيټه د فلسطين له ولسمشر محمود عباس سره ټليفوني خبرې وکړې او د فتح او حماس ترمنځ د روغې جوړې تړون د لاسليکېدو په هکله يې عباس ته مبارکي وويله.
د م م د سرمنشي د وياند دفتر د يو خبر په خپرولو سره وويل ګوټريس په دې خوښ دی چې د فلسطين حکومت په دې وروستيو ورځو کې غزه کې د خپلې دندې د ترسره کولو اجازه تر لاسه کړې، ګوټريس په دې بهير کې د مصر حکومت منځګليتوب وستايه او و يې ويل، م م غواړي په غزه کې د فلسطين حکومت د خپلې دندې د ترسره کولو لپاره اړوندې مرستې برابرې کړي. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |