د روسیې خارجه وزیر سیرګی لاوروف د روانې میاشتې په ۱۲ نیټه له خپل امریکایي سیال ریکس تیلیرسون سره تېلېفوني خبرې وکړې. لاوروف وویل چې اړوندې خواوې باید د ایران ذروي مسئلې په اړه هراړخیز تړون پلي کړي.
د روسیې د خارجه وزارت د ویب سایټ د خبر له مخې په همدې ورځ لاوروف له تیلیرسون سره د ایران ذروي مسئلې، سوریې، کوریا ټاپووزمې او اوکراین په ګډون د یو لړ مسئلو په اړه د نظریاتو تبادله وکړه. لاوروف وویل چې روسیه په دې نظر ده چې ایران د تړون له مخې ټول مسولیت پلي کوي نو اړوندې خواوې باید دغه تړون هم پلي کړي.
---زلمی
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |