CRI Online

د بېوزلۍ د له منځه وړلو په برخه کې د چين تجربې د زده کړې وړ دي

cri     (GMT+08:00) 2017-10-13 15:45:28

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د نړيوال بانک مشر کيم يونګ د اکتوبر په ۱۲مه نيټه وويل د بېوزلۍ د له منځه وړلو په برخه کې د چين تجربې د زده کړې وړ دي.

کيم يونګ په همدې ورځ د نړيوال پولي صندوق او نړيوال بانک د کلنۍ غونډې په اړه يوه خبري ناسته کې وويل، چين د اقتصادي اصلاحاتو له لارې د ګردې نړۍ په بازار کې ګډون کړی او څو سوه مليونه چينايان يې له بېوزلۍ څخه ژغورلي دي. اوس په ټوله نړۍ کې د بېوزلو کسانو اندازه د تېرې پېړۍ له څلوېښت سلنې څخه لس سلنې ته ټيټه شوې، په دې جمله کې زياتره خدمتونه د چين لخوا ترسره شوي دي.

نوموړي زياته کړه چې اوس نړيوال بانک د چين د علي بابا په شمول له ځينو شرکتونو سره همکاري کوي او په يو شمېر پرمختيايي هېوادونو کې د علمي طريقې له لارې د پانګو راغونډېدو په برخه کې د منځنيو او کوچنيو شرکتونو د ستونزو د لرې کولو لپاره کوښښونه کوي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای